IQNA

په افغانستان کې د امریکا د تیروتنو پيټی د پاکستان په اوږو لویدلی

11:45 - December 14, 2021
د خبر لمبر: 3485115
 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  په یولړ څرګندونو کې  په دې اړه ووئيل ، که پاکستان دغه پيټی په اوږو پورته نه کړي ، نو ممکنه ده د افغانستان ولس له ډيرو بوږنونکو  مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخ شي بهرنیو قدرتونو افغان ولس په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی .

ایکناخبری آژانس دفارس له قوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د امریکا تیروتنو ته په اشارې سره  ووئيل و  په افغانستان  کې د جنګ او شتون په  دوران کې متحده ایالاتو ډيرې زیاتې غلطیانې کړي دي،البته  پاکستان مجبوره  شو ،ددغه وضعیّت دروند پیټی پخپلو اوږو پورته کړي .

 د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یولړ څرګندونو کې په دې اړه ووئيل ، که پاکستان دغه پيټی په اوږو پورته نه کړي ، نو ممکنه ده د افغانستان ولس له ډيرو بوږنونکو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخ شي بهرنیو قدرتونو افغان ولس په ماتې کشتۍ کې پریښودلی دی .

 هغه پر لویدیځي رسندویو باندې په نیوکو سره هم زیاته کړه ددې په ځائ چې له پاکستانه د هغو سرښیندنو په خاطر چې ئې ترسره کړي دي ستاینه وشي،دغه هیواد په دوه ګوڼي لوبې تورنوي او دهیواد ځائيګی په نړیواله سویه خرابوي.د عمران خان په وینا،پاکستان په افغانستان کې د امریکا د  تیروتنو اولټَیو  مسئول بریښول شوی دی .

 د پاکستان لومړي وزیر  له دې مخکې هم له افغانستانه د امریکا په بې مسئولیّته وتنې نیوکې کړې  وې او  په  افغانستان  کې  ئې د امریکا په شل کلن جنګ  او نیواک باندې په خپګان ښودلو سره  وئیلي دي ، مونږ یعني پاکستان  هغه مهال  د یوه ګوډاګي په توګه ګمارل شوی ؤ ، ټاکل شوې وه مونږ د افغانستان په جنګ کې  د دوي  دبریالیتوب لامل شو ،یوداسې کار چې  هیڅکله مو  ونه کړائ شو . عمران خان روښانه کړې ، پاکستان په کرتو  امریکائي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې امریکا په افغانستان کې له پوځي  نظره هیڅکله خپلو موخو ته نشي رسیدلی  او د افغانستان په جبئ  کې  ښکیل شوي دي .

https://www.farsnews.ir/news/14000923000096/عمران-

captcha