IQNA

عمران خان د اسلامي ملګرتیاموسیسې په غونډه کې امریکا ته خبردارې ورکړ

16:23 - December 19, 2021
د خبر لمبر: 3485141
تهران (ایکنا) – د پاکستان لومړي وزیر عمران ووئیل په افغانستان کې ګډوډي د هیڅ لوری په ګټه نه دی او په دغه هیواد کې به د ګډوډی سختې پاییلې یوازې ایران او پاکستان پورې محدودوې نه وي .

 ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې په پرانستونکیو دستورو کې د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د امریکا په نامناسب کړچار په نیوکې سره واشنګټن ته په خطاب کې خبردارې ورکړ په افغانستان کې ګډوډی د هیڅ لوري په ګټه نه دی او په دغه هیواد کې به د ګډوډي سختې پاییلې به  یوازې ایران او پاکستان پورې محدودوې نه وي .

عمران خان امریکا ته په خطاب کې وویل دغه هیواد باید په خپل کړچار کې بیاکتنه وکړی ځکه کله چی افغانستان خپلو شتمنیو او بانکی سیسټم  ته لاس رسي ونلرلې شي نو په داخل کې به څرنګه اقتصادی او اجتماعی کړکیچ د لیری کولو توان ولری .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د سملاسی اقدام غوښتنه وکړه .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i109910

captcha