IQNA

فلسطین او قدس د شهید قاسم سلیماني لومړیتوب و

16:52 - January 02, 2022
د خبر لمبر: 3485216
تهران (ایکنا)- د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر «ماهر حمود» وویل شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروستل او خپل ټول شعارونه یې عملي او اجرايي کړل .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړ، د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر «ماهر حمود»  پرون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د وخت د قومندان شهید قاسم سلیماني  په مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل حاجي قاسم سلیماني په څو اړخونو کښې د اسلامي وحدت ایډیا ته عینیت وروبښه .

د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر ماهر حمود وویل لومړنی او اصلي اړخ دا دی چې شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروست او شهید سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان و یعني داسې لوری چې د قدس د مسلې د تعقیبولو مسول دی .

هغه وویل شهید قاسم سلیماني خپل ژوند د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له استعمار سره په مقابلې ولګاوه او پوهید له داسې دښمن مخامخ دی چې کولای شی د داخلي او د خارجي ګوډاګیانو له لارې اسلامي ټولنې ته نفوذ وکړي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i110464

captcha