ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان رسندویو پخپلو راپورونو کې لیکلی دي ، دپاکستنان لومړی وزیر عمران خان بیګا دا خبرې د فرانسې له لوفیګارو خپرونې سره په مرکې کې کړي دي . عمران خان د افغانستان بدلونونو او له طالبانو سره د تعامل څرنګوالی ته د پاکستان د حکومت نظر ته اشاره کړې او وئيلی ئې دي ، مونږ غواړو چې په افغانستان کې د طالبانو دحاکمیّت د په رسمیّت پیژندنه ډله ایزه شي .
د پاکستان لومړی وزیر له طالبانو سره د رسمی فعالیت دڅرنګوالی په باب د افغانستان به باب له نورو ګاونډیانو اونورو هیوادونو سره د خپل هیواد دارتباط د ټينګیدا خبر ورکړ او زیاته ئې کړه ، که پاکستان هیواد شي ، چې دطالبانو ددحکومت تشکیلات په رسمیّت وپيژني له ډيرو زیاتو نړیوالو دباؤنو سره به مخ شي ، له دې سره په یووخت چې مونږ هڅه کوو ،د خپل هیود اقتصاد اداره کړو .
هغه په دې باب د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا اسلام اباد د سیمې له هوائي او پو ځي ډګرونو څخه په افغانستان کې په وسلوالو ډلو د حملې لپاره د امریکا د و لسمشر جوزف بایډن په وروستس ترهه ګر سټراټژۍ کې له یو ځای کیدا سره کومه ګرونه لري،او داچې آیا پاکستان پرخپلوحدودو د پاسه د امریکا پوځي او جنګی الوتکو ته د الوت اجازت ورکوي ، ؟ ووئيل،مونږ نه غواړو،په افغانستان کې نړیواله ترهه ګري فعالیت وکړي .
عمران خان ټينګار وکړ ، له ۲۰۰۱کاله وروسته تر دې د مه په پاکستان کې د ترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې مونږ کابو اتیا زره قربانیانې ورکړي دي ، پر دې اساس مونږ به له امریکا سره په جنګ کې نه ،بلکې په سولې کې شریک وو.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان دطالابنو او القاعدې تریمنځ د پيوند د دوام په عنوان سره دملګروملتو دامنیت شورا دوروستي راپور په بابا هم ووئيل ، که له افغانستانه ترهه ګر فعالیتونه وکړي ، نو طالبان به ډیر تاوان وویني ، نو ځکه د دوي په ګټه ده چې نړیواله ترهه ګري ودروي .