ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روسیې د غندلو لپاره په اسلام آباد ته د اروپايي اتحادیې په دباؤ او ټینګار باندې یو ځل بیا نیوکه وکړه او ویې ویل: ناټو له ترهګرۍ سره په جګړه کښې د پاکستان په خدماتو سترګې پټې کړې او اروپايي اتحادیه هم د کشمیر په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په لړ کښې د هندوستان د اقداماتو په وړاندې غلې پاتې شوې ده .
د روسیې او یوکراین ترمینځ جنګ په دوران کښې اروپايي اتحادیې د امریکې او ناټو د اهدافو په لړ کښې،د روسیې خلاف نوي بندیزونه لګولي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړه:اروپايي اتحادئې په دې وروستیوکښې پاکستان ته یو لیک رالیږلی او ټینګار لري چې باید د روسیې خلاف خبرپاڼه خپره کړو او په ملګرو ملتو کښې د روسیې غندنې ته راې ورکړو.
د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې اسلام آباد خپلواکه دی او هیڅکله له اروپايي اتحادیې څخه حکم نه اخلي.
د ویلو ده چې د روسیې حکومت په دې وروستیو میاشتو کښې په ختیځې اروپا او یوکراین کښې د ناټو د پراختیا غوښتنې په هکله په خبرداري سره، امریکې او ناټو ته د امنیتي ضمانت وړاندیزونه وکړل خو هغوي ونه منل او داشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرورۍ په ۲۴ نیټه په یوکراین باندې د پوځي حملې حکم ورکړ.