IQNA

طالبان په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د جوړیدا په تمه دي

16:48 - November 14, 2022
د خبر لمبر: 3486460
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د تاسیس په باب کوټلي خبرې وکړې.

ایکناخبري آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ، دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل،مولوي امیرخان متقي بیګا د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي طارق بخیت سره خبرې اترې وکړې.

بلخي  د ۲۰۲۴کال لپاره د اسلامی هیوادونود کلتوري پلازمینې په توګه دکابل ټاکنه او په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر درسمي پرانیستل ددغو لیدوکاتو اصلی چورلیزونه وبلل.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا په افغانستان کې د اسلامی نړیوال پوهنتون تاسیس هم په دغو خبرواترو کې مطرح یو بل مورد ؤ

بخیت هم په دغې کتنې کې ووئیل،په  کابل کې ددغې موسیسې د دفتر له پرانیستې وروستهبه  دافغانستن ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو وړاندې کول هم پیل شي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i123552

captcha