ایکناخبری آژانس د الخلیج آنلاین له قوله راپور راکړ،دعربستان د حج او عمرې د چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د پنځو هیوادونو د ښآریزو لپاره د عمرې د ویزې د الیکټرانيکي بڼې د صادریدا په خاطر د بایو میټریک مشخصیات(ګوتو لګول) ثتبیدا لازمي شوې ده.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي،دغه شرط د هغو عمره کونکو کسانو لپاره دی چې له بریتانیا،تیونس،کویت،بنګله دیش او ملایشیا څخه مکې مکرمې ته ورځي.
د عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی ،چې د ګوتود لګولو الیکټرانیک ثبتیدا څخه موخه، د عربستان له لارو څخه دحاجیانو د واریدیدا دمرحلو آسانول او له ډيجیټلي رودې څخه د حاجیانو د استفادې د تجروبې پخول دي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ، چې د ګوتو د لګولو ثتبیدا په سمارټ موبایل سیټونو باندې د(Saudi Visa Bio) اپلیکیشن په ډاونلوډ کولو سره د ویزې د ډول ټاکل ممکن دي.
دمګړئ شپږ هغه هیوادونه د هغو هیوادونو د لیسټ په سر کې دي چې سعودي چارواکو ئې ددغو هیوادونو د ښآریزو لپاره لازیاتې ویزې صادرې کړي دي،په هغو کې انډونیشیا د پنځه پنځوس زره څلور سوه لس عمره کونکو سره په لومړي لمبر دی، بیا ورپسې په درې لکه اویا زره او درې اتیا عمره کونکو سره پاکستان ،په دوه لکه دیرش زره اته سوه عمره کونکو سره هندوستان ، په یولک پنځوس زره یو سل لس عمره کونکو سره عراق،په یولک یو زر اوه سوه عمره کونکو سره مصر او په یولس زره نهه سوه پنځه اتیا عمره کونکو سره بنګله دیش له دوهم تر شپږم ځائيګي کې دي.