IQNA

د قرآن کریم دیرشم نندارتون به په واقعي معنا یو نړیوال نندارتون وي

17:48 - December 15, 2022
د خبر لمبر: 3486605
ایکنا-(تهران)د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزارت یوه مسئول مقام د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دیرشم پړاؤ د جزیاتو په بیانولو سره ووئيل، د قرآن کریم په ترسره کیدونکي نندارتون کې  دمونږ یو کړچار دا دی چې  دا په حقیقي معنا نړیوال نندارتون وبریښوو.

د ایران د اسلامی جمهوریت د فرهنګ او اسلامی ارشاد  د وزیریوه مرستیال  محمد مهدي عزیززداده له له ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې د قرآن د راتلونکي نړیوال نندارتون د دیرشم پړاؤ داجرائي بهیر د ترتولو وروستیي وضعیّت  او  ددغه نړیوال نندارتون دترسره کیدا لپاره په نظر کې د نیول شوو تمهیداتو په باب ووئيل باید د قرآن نړیوال نندارتون  دیوې نړیوالې پيښې او سټینډرډ په چوکاټ کې ترسره کړو. سره له دې چې  دغه نندارتون په پرله پسې کلونو کې په نړیوال عنوان سره ترسره شوی ،خو په بشپړ ډول  او په نړیوالو معیارونو او ځانګړنو سره  نه ترسره کید.

هغه ووئيل،سږکال هغه ځانګړی کار چې هڅه کووترسره ئې کړو ،دادی چې دنندارتون حقیقي نړیوال کیدا بهیرپيل کړو، کارونه، مهمې  اوجدی بلنې او خبرې اترې پیل شوي دی او هیله مند یوو ځينی هغه هیوادونه چې مو په  نظر کې نیولي دي، په سږکال نندارتون کې پخپل نهایتي ظرفیّت سره  ګډون وکړي.

هغه همداارز د نندارتون دترسره کیدا دوخت په باب هم ووئيل،دې ته په پام سره چې  د روژې دمبارکې روژې پيل په مارچ میاشت کې  او د نوي کال په لومړنیو شپو ورځو کې دی ،دمونږ لومړنۍ اټکل دا دی چې نندارتون د روژې دمبارکې میاشتې له لسمه پيل  کړو څو د نوروز د نیکمرغه اختر چټي پاي ته رسیدلي وي، د ا لومړنی اټکل دی،البته نور وړاندیزونه هم مطرح شوي دی، په مشورو او خبرو بوخت یوو، نو ځکه ممکنه ده ددغو خبرواترو او مشورو په وخت کې نندارتون  له هغه وخته چې  اعلان شو،لازر پيل شي،خو فعلا د مونږ لومړنۍ ټاکنه د فروردین  دمیاشتې څوارلسمه نیټه ده مګر دا چې  د پلانونې په ډلې کې کومه نوي پيښه رامینځةشي.

https://iqna.ir/fa/news/4106376

 

captcha