IQNA

په عربستان کې د میرمنو لپاره دعبا د اچولو پرممناعت سخت غبرګونونه رابورته شول

7:28 - December 19, 2022
د خبر لمبر: 3486623
ایکنا-(تهران)دمیرمنو لپاره د عبا د اچولو د منع کیدا په باب دعربستان د چارواکو فیصلې په ټولنیزو چینلونو کې ډیر زیات غبرګونونه راپارولي دي.

ایکناخبری آژانس دالعالم له قوله راپور راکړ، دسعودي عربستان یوه ښاریز ډاکټر حنان  التبیبي ، پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د میرمنو لپاره د عبا د اچولو د منع کولو په باب د عربستان د چارواکو د فیصلې په باب لیکلي دي ،دغه جنجالي  اقدام په ټویټر او نورو ټولنیزو چینلونو کې د سخت غبرګونونه پارولي دي.

د عربستان د دغه ټولنیز فعال په ویناپه عربستان کې د ښونې او روزنې د ادارې  د ارزونې  برخې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي چې په امتحان کې د ګډون په وخت د عبا اغوستل منع  دي او  له دې وروسته به د امتحاناتو دترسره کیدا په وخت، د ښودنې او روزنې  د ادارې له خوا  مخصوص لباس اغوستل لازمي وي.

دغې ادارې پخپلې خبرتیا کې ټينګار کړی دی ، د لباس او قالیو اغوندل، باید د امتحاناتو د ترسره کیدا په ځاي کې دعمومي عفت د ساتلو له مقرراتو سره سم وي.

تردې دمهدعربستان هیڅ یوه رسمي چارواکي په ټولنیزو چینلونو او سوشل میډیا کې  ددغه خپره شوي خبر په باب تائيدیه او یا دروغ بللو په باب څه نه دي وئيلي.

دمګړئ عربستان  د محمد بن سلمان د تش په نامه آزادو او روڼ اندو لیدتوګو او اقداماتو سره ، د ځينو داسې اجتماعي بدلونونو شاهد دی چې د نیوکو او اعتراضونو څپې ئې په ځان پسې درلودلي دي. د محمد بن سلمان اقدامات، د هغودرستو دود او دستور،سنتونو  او مذهبی ژمنتیاؤ  خلاف ورزي ده چې د آل سعود کورنۍ پاچایانو ساتلي دي .

محمد بن سلمان اجازت ورکړی دی څو دنړیوالو هنرمندانو په کوربتوب سره د نر او ښځې ګډې جشنوارې و له هاي هوئ ډکې دستورې ترسره شي، چې ځيني ئې غیر عادي او پورنو ګرافي  او غیر اخلاقي بلل شوي دي.

محمد بن سلمان ډير کسان په توئيټر کې د  مخالفتونو په دلیل  د سیاسی بندیانو په توګه په زندانونو کې بندیان کړي دي.

د ټوئيټر یو فعال  واعظ چې په ټوئيټر کې کابو اته لکه پنځه اتیا زره کسان ئې فالوورز دي ،څو ورځې مخکې ئې په عربستان کې په یوې ویډیو کې د ښادئ او ساعت تیري پر ادارې نیوکې کړې   او وئيلي ئې دي ،د نر او ښځې په شتون ناڅاګانې  او جشنونه جوړول او غیر اخلاقي پروګرامونه ،ټونله  له مذهبی هویّته لیرې کوي ،عفت او حیا له مینځه وړي  او د خدای دقهر  او عذاب سبب کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4107990/%D

captcha