IQNA

د علمي پرمختګ او پوهې له سرحدونو د تیریدا موضوع بایدهیره نشي

16:08 - January 02, 2023
د خبر لمبر: 3486693
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په اروپا کښې د محصیلینو د اسلامي ټولنو د اتحادیې د مرکزي شورا له غړیو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ:د علمي پرمختګ او د پوهې له سرحدونو د تیریدا مسئله باید هیره نشي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په اروپا کښې د محصیلینو د اسلامي ټولنو د اتحادیې د مرکزي شورا له غړیو سره په کتنه کښې اسلامي ټولنې د ایران د اسلامي جمهوریت یوه پانګه او د ځانګړي ماموریتونو لرونکي وبللې او ټينګار یې وکړ د قدم د ثبات دوام ، په ګیر چاپیر چاپیریال باندې اغیزشیندل او د ایران د اسلامي جمهوریت د نویو خبرو بیانول د اسلامي ټولنو  ضروري کارونه دي.

حضرت ایت الله خامنه اي په دغه کتنې کښې په اروپا کښې د محصیلینو د اسلامي ټولنو د اتحادیې د یوه بنسټګر مرحوم حجت الاسلام ډاکټر اژه اي د  خاطرې په لمانځلو سره د ځوانو  محصیلینو فعالیت او له نویو او بدلون رامینځته کونکو نظرونو برخوریدل غنیمت وباله.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضریت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه اسلامي ټولنې په دوو هدفونو د خپلو غړیو د اعتقادي او د فکري بنسټونو په پیاوړي کولو او دغه راز په ګیرچاپیر چاپیریال باندې د اغیز په شیندلو سره بڼه خپله کړه خو د ایران د باندې اسلامي ټولنې یو بل ماموریت هم لري هغه د ایران د  اسلامي جمهوریت د مرکزي او د بنیادي تفکر معرفي کول دي.

هغه د جمهوریت او د اسلامیت د پیوند او د ارتباط په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولو بیانول یوه کیلي وبلله او ویې ویل د ایران د اسلامي جمهوریت نوي خبره هم دا ده چې د یوه حکومت په جوړولو کښې په خلکو باندې په اغیز شیندلو سربیره په دیني  او ایماني اصولو هم اغیز شیندي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اصولو او د بنسټونو په ساتلو سره د اسلامي ټولنو نوي کول د نن ورځې د شرایطو لپاره یو بل ضرورت وباله او جوته یې کړه ځینې اصول او مفاهیم ثابت او تل پاتې  دي لکه د عدالت اصل چې له تیرو زرګونو کلونو راهسې شته او هیڅ زړیږي نه خو د عدالت د اجرا په شکل کښې د بدلون  او د نوښت د رامینځته کیدا امکان شته.

هغه حضرت د علم او د علمي پرمختګ مسله په تیرو کلونو کښې د ایران دوده موضوع وبلله او په اروپا کښې د محصیلینو د اسلامي ټولنې په همدغه غونډې کښې د علمي غونډو د ترسره کیدا په درنښت کولو سره یې وویل د علمي پرمختګ او د پوهې له  سرحدونو څخه د تیریدا مسله باید هیره نشي او دا ډول تصور ونشي چې دیني او انقلابي اړخونو ته پام کول له علمي پرمختګونو د غفلت سبب کیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125634

captcha