ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د لبنان په سویل کې د عین الحلوه په کمپ کې څه د پاسه ۶۰ فلسطینیان میشت دي، خپلمنځې نښتې له هغه وروسته پیل شوې، چي د فتح د غورځنګ یو جګپوری افسر له خپلو ساتونکو سره، د شنبې په ورځ د سخت درېځو له لورې ترور شو.
تېره ورځ د لبنان د پارلمان استازي اسامه سعد په یاد کمپ کې د اوربند خبر ورکړی وو، خو نښتې له تېرې شپې څخه بیا راپیل شوې دي، تر دې دمه په دغو نښتو کې ۸ کسان وژل شوي او ۵۰ کسان ټپیان دي.
د حماس جګپوري غړي احمد المدلل یادونه کړې چي په دغه کمپ کې خپلمنځي نښتې د صهیونیستانو د دسیسو له امله رامنځته شوي څو مقاومتي ډلې د اسرائیلي رژیم پر ځای خپل منځ کې وجنګېږي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د لبنان د حزب الله له سرمنشي سید حسن نصرالله څخه غوښتنه کړې چي د عین الحلوه کمپ کې د ثبات له بیا برقرارېدو سره مرسته وکړي.
ها خوا بیا د لبنان سرپرست لومړی وزیر نجیب میقاتي ویلي چي پوځ اجازه نه ورکوي چي لبنان د فلسطیني د ډلو خپلمنځې نښتو او غچ اخیستلو په ډګر بدل شي.