IQNA

په افغانستان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله ٢٥ تنه مړه او ټپيان شول

16:49 - August 06, 2023
د خبر لمبر: 3487747
ایکنا – (افغانستان) د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دغه راز په زابل ولايت کې سيمه ايزې سرچينې هم وايي چې په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې د کابل - کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

 دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په لومړۍ نمبر لویه لار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی بس د ډېر سرعت له امله له سړک څخه واوښت او چپه شو.

 د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر ویلي چې په دې پېښه کې د بس چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپيان شوي.

 د دې پېښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران چي ټپيان يې د درملني په موخه وړلي، د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

 بل خوا په زابل ولايت کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې سيمه ايزې سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د يوه تېز موټر د چپه کېدو له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

 په زابل ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د یوه تیز رفتار موټر د چپه کېدو له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

 دا پېښه تېره ورځ د زابل ولایت په مرکز کلات سیمه کې رامنځته شوې ده.

 دغه موټر هغه مهال چپه شو چې له سیوري ولسوالۍ څخه د زابل ولایت مرکز ته روان وو.

 سرچينې د دې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.

 دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 باید وویل شي چې؛ تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او غیر معیاري سړکونه تل د ترافیکي پېښو او د هېوادوالو د مرګ او ژوبلې لامل کېږي.

https://www.avapress.com/ps/news/274332

captcha