IQNA

په نړیواله کچه د قرآنکریم یو میلیون نسخې توزیع کولو لپاره د مالیزیا پروګرام

16:05 - August 09, 2023
د خبر لمبر: 3487764
ایکنا – (مالیزیا) د مالیزیا لومړي وزیر اعلان وکړ چې هېواد یې پلان لري چې د اسلام په اړه د غلط فهمیو د له منځه وړلو لپاره، د نړۍ په هېوادونو کې د قرآنکریم یو میلیون نسخې وویشي.

ایکنا د سټار په حواله راپور ورکوي چې، د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم اعلان وکړ چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په خبرو کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

انور په یوه فیسبوکي پوسټ کې اعلان وکړ چې هغه له اردوغان سره د اسلاموفوبیا سره د مبارزې لپاره د مالیزیا د هڅو په اړه هم خبرې وکړې. هغه دا ډول کړنې چې د لوېديځ لخوا د بيان د آزادۍ تر پلمې لاندې ترسره کېږي، په کلکه وغندلې.

انور ابراهیم وویل: همدا وجه ده چې مالیزیا په پام کې لري چې په سویډني ژبې د قرآنکریم د ژباړې ۱۵ زره نسخو په ګډون، د قرآنکریم یو میلیون نسخې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې وویشي. هغه دا د اسلام په اړه د لوېدیځ د ناسم پوهاوي سره د مقابلې لپاره یو له اقداماتو څخه ګڼلی دی.

تېره مياشت د کويټ د قرآن او نبوي سنتو د خپرونو د عمومي پلاوي مشر اعلان وکړ چې دغه اداره به د کويټ د وزيرانو د شورا له خوا د ټاکل شوې دندې او د دغې شورا د مشر له څرګندونو سره سم، د کویټ د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د قرآنکریم سل زره نسخې چاپ او په سویډني ژبه یې د ژباړلي چاري پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه: ټاکل شوې د قرآنکریم دا نسخې په سویډن کې ووېشل شي او هدف یې په اسلام کې د زغم پر کلتور ټینګار، د اسلامي ارزښتونو او اصولو خپرول ،د ټولو انسانانو ترمنځ د مینې، زغم او سولې په فضا کې د مثبت هماهنګۍ رامنځته کول او نفرت، افراطیت او دیني تعصب له منځه وړل دي.

په تیرو دوو میاشتو کې د سویډن او ډنمارک په دوو هېوادونو کې د قرآن عظیم الشان توهین د نړۍ د مسلمانانو غوسه راپارولې ده. دغه ناوړه عمل د ملګرو ملتونو په ګډون، نړیوالو بنسټونو هم غندلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4161013

captcha