د ایکنا د راپور له مخې، د دې سیالیو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت استازی علیرضا بېژني، د مالیزیا د قرآنکریم په ۶۳م پړاو نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه دې هېواد ته تللی دی، ترڅو د تحقیقي قرآئت په برخه کې په دې نړیوالو سیالیو کې سیالي وکړي.
د ایران نړیوال قاري امین پویا هم د لارښود استاد په توګه د دې هېواد له قرآني استازي سره ملتیا کوي. پویا تر دې وړاندې په ۱۳۹۱م کال کې د مالیزیا د قرآني سیالیو په ۵۳م پړاو کې دویم مقام خپل کړ.
د مالیزیا د قرآن نړیوالې سیالۍ په دوو پړاوونو لومړي او وروستي پړاو کې ترسره کېږي. د دې سیالیو لومړی پړاو د سږکال په چنګاښ میاشتې کې په مجازي ډول ترسره شول.
دا سیالۍ په دوو نارینه او ښځینه برخو او د تحقیقي قرائت او ټول قرآن د حفظ په څانګو کې ترسره کېږي. د تېرو کلونو په څېر له ایران څخه یوازې یو کس د تحقیقي قرائت په برخه کې بلل شوی دی.
ایراني قاریانو په تېرو ۶۲ پړاوونو کې د مالیزیا له هېواد څخه وروسته د دې سیالیو ډېری لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي. د مالیزیا هېواد د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ایران لومړي مقام ګټونکو قاریانو له جملې څخه کولای شو مرحوم محمدتقي مروت، عباس سلیمي، علي او مسعود سیاحگرجي، عباس امامجمعه، منصور قصريزاده، احمد ابوالقاسمي، شهید منا محسن حاجيحسني کارگر او داسې نورو ته اشاره وکړو.
وروستی ایراني قاري چې په دې سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی، په ۱۳۹۶م کال کې حامد علیزاده دی.