ایکناد ایران پرس خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې، د پنجشنبې په ورځ؛ په مالیزیا کې د قرآنکریم د ۶۳مې نړیوالې سیالۍ په لړ کې د تلاوت په برخه کې د ۲۴ نارینه ګډون کوونکو په منځ کې د مالیزیا نابینا قاري محمد قایم نزار لومړی مقام او ایراني قاري "علیرضا بېژني" دویم مقام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې قاري برونئي هم درېیم مقام ته ورسېد.