IQNA

دوبئ خیریه ټولنې په آسیائي او افریقائي هیوادونو کې ۴۷۳جوماتونه جوړل کړل

16:23 - September 03, 2023
د خبر لمبر: 3487897
ایکنا-(دوبئ)د اماراتو یوې موسیسې دوبئ خیریه ټولنې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې  په درستې نړۍ کې  او د غه راز په آسیائي او افریقائي هیوادونو کې څه دپاسه څلورسوه درې اویا جوماتونه جوړ کړي دي.

ایکنا د البیان له قوله راپور راکوي،دوبئ خیریه ټولنې دروان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د کابو شل میلیون درهمو په مصرفولو سره ، په افریقائي او آسیائي هیوادونو کې  د  کابو پنځه سوه جوماتونو د جوړولو خبر ورکړی دی. دغه پروګرامونه  د دوبئ خیریه ټولنې د انسان دوستۍ اقداماتو  دبرخې په توګه د مختلفو اسلامی هیوادونو  د هغو کابو پنځوس زره لمونځ ګوزارو  ته  دخدمت رسونې په موخې سره ترسره کیږي چې ددیني علومو  او قرآڼ کریم دزده کونې او نورو عبادتونو لپاره  ئې ځای ته اړتیا درلوده.

د دوبئ خیریه ټولنې دمسئولانو په وینا،د جوماتونون د جوړولو  کابو پنځوس فیصدي لګښت له اماراتو څخه  په بهر کې ددغې ټولنې  خیریه پروژو  ته د مخصوصو فنډونو  له برخې ترسره شوي دي. ډیری اماراتي شتمن کسان  په دغو پروژو کې  برخه اخستو سره لیواله دي  ځکه چې  په دیني تعلیماتو کې  د جوماتونو دجوړونې،ساتنې او مرمت  کونې ډيرې سپارښتنې شوي دي .

ددوبئ خیریه ټولنې مدیر احمد السویدی د ټولنې د خیریه مرستو له ځایه د سرچینو د منظمونې  لپاره ددغې ټولنې پر هڅو په ټينګار سره وئيلي دي ،د خدای تعالی  په نزد دترټولو محبوب ځاي په توګه  د جوماتونو  جوړولو ،ساتلو او مرمت کولو ته تل د مونږ توجه شوې ده . د هغه په وینا، جوماتونه  له الهي پیغامه د خلکو د خبرولو لپاره یو ترټولو مهم پلیټ فارم دی  او له دې امله  په دې زمینې کې هڅې  یو ترټولو لوي عبادت او د  مسلمانانو ستر خدمت دی .

السویدي  د شتمنو او خیرکونکو څخه په مننې سره ، په درستې نړۍ کې د  جوماتونو د جوړولو د پروژو په ترسره کولو کې د دوي د ګډون او د ملاتړونو د  دوام غوښتنه وکړه.

دا په د اسې حال کې دي چې  د دوبئ خیریه ټولنې له خوا  په خپرو شوو احصایو کې معلومه شوې ده چې دغې خیریه ټولنې تیر کال هم  په دوبئ او د اماراتو په نورو سیمو کې کابو دوه زره دوه سوه درې دیرش جوماتونه او لمونځ کوټې  جوړې کړي دي  چې د تیر کال په نسبت د ۵۵زیاتو  جوماتونو د جوړولو ښودنه کوي. په ۲۰۲۱کال کې   کابو دوه زره دوه سوه درې دیرش  جوماتونه او لمونځ کوټې جوړې شوي وې.

https://iqna.ir/fa/news/4166718

captcha