IQNA

د کربلا د بهشت په لاره کې قرآني مینه او ولوله(فیلم)

16:09 - September 04, 2023
د خبر لمبر: 3487904
ایکنا-(کربلا)د ۱۴۰۲لمریز کال حسینی اربعین ته د لیږل شوي  د نور  کاروان د وګړو د شتون  په پړاؤ کې  اټکل شوی دی چې د دغه میلیوني لاریون په پلي لاره کې  په درو سوو موکبونو کې  قرآني محفلونه اجرا کړي.

 ایکنانیوز-  سږکال  د نور قرآني کاروان د ۱۴۰۲کال  د حسینی اربعیّن په ولولناکو دستورو  او میلیوني لاریون کې د ښاغلو او آغلو  په دوو ډلو کې  د قاریانو،حافظانو او  دمداحانو ډلې په شتون سره  ګډون کړی دی او ددغه لاریون په لارې کې په موکبونو او د زیارتوالو د غونډیدا په ځایونو کې  قرآني محفلونه  اجرا کوي.

 د ښاغلو په برخې کې  دتهران ،حمید رضا احمدي، دخراسان رضوي حامد علیزاده، د تهران مهدي غلام نژاد،سیداحمد مقیمي ، جواد سلیماني محمد زاهدي  له قم څخه، سجاد پرویني نژاد له کرمانشاه،محسن حسین خو له جنوبی خراسانه،ابراهیم عمارلو له خراسان رضوي او مسعود خاتمي هم له اصفهانه  شتون لري.

په همدې اساس  د قرآني کاروان دغې ډلې  د ؛بهشت په لاره کې  له قرآن سره ؛ په عنوان  یو مستند تولید کړی دی چې په هغه کې د قرآن کریم له قاریانو سره یو ځاي د نور قرآني کاروان پروګرامونه او محفلونه  اجرا کوي .

ایکنا ددغه مستند لومړنۍ برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4166847

captcha