ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور ورکړی، دعراق په کربلا معلی کې د حسینی اربعیّن د دستورو په پلی میلیوني لاریون کې د ګډون په امید او دغه راز له دغه میلیوني لاریونه پاتې د اهل بیت علیهم په میلیونونو مینه وال پخپلو خپلو هیوادونو کې هم پلی لاریون کوي،نو په دې سلسلې کې د ترکیې په استانبول کې هم د اهل بیت علیهم السلام په لکونو مینه وال غونډ شول او د لبیک یاحسین او لبیک یازینب په شعارونو ورکولو سره ئې دغه ولولناکې دستورې ترسره کړې او د حسینی پاڅون له پنځونکي حضرت اباعبدا... الحسین او د هغه وفادارو ملګرو سره ئې خپل بیعّت بیا نوی کړ.
همداراز د پاکستان،افغانستان،هندوستان بحرین،لبنان پشمول په نورو لسګونو هیوادونو کې سبا د حسیني اربعیّن ورځ لمانځل کیږي او حسینی مینه وال او درست پتمن د عاشورا حق غواړي غورځنګ او دحسینی اربعیّن د دستورو ولولې او انګازې نندارې ته وړاندې کوي.
همداراز په کربلا کې په تازه حالاتو باندې موجود د تهران ریډیو خبریال سره شوي مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.