ایکنا دصابریون نیوز له قوله راپور راکوي،په کربلا معلی کې سږکال د حسینی اربعیّن د زیارت ښکلي ځلاګانې له بهرنیو زیارتوالو سره دعراقیانو د قرآني الوداع دستورې وې.
له ایرانه رانیولې تر پاکستان،افغانستان،هند او تر افریقا پورې زیارتوالو سره له بل پرون شپې راهسې د عراق د حیدریون کنډک ځواکونه، په اوچتو قرآنونو مینځ کې په اوښکوتویونکو سترګو سره د عاشقانو له له میعادځاي څخه خداي په آماني کوي.
عراقیان د اربعین شپې په وروستیو شیبو کې د زیارتوالو دخدمت په پاي کې غمجن کیږي او د شپې په دستورو کې زیارتوالو ته دقرآن کریم د نسخو په ډالۍ کولو سره د مسلمانانو داقتدار او دهغو په سر کې د قرآن کریم د عزت او د مسلمانانو د مقدساتو عظمت او قدرت د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړ.
د عراق د حیدریونو کنډک (لواء الحیدریون) موکب چې په کربلا معلی کې دزیارتوالو خدمت کونکی ترټولو لوي موکب دی او دالحشد الشعبی ولسی ادارې یوه څانګه ده ، چې له داعش سره دمبارزې په کلونو کې ئې هم د جنګ په ډګر کې حماسې پنځولي دي ، د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې ئې د حسینی مینه والو زیارت کونکو په خدمت کونې کې هم هیڅ کمئ نه دی راوستی .
https://iqna.ir/fa/news/4167320