IQNA

په حسینی حرم کې د فقې د معاملاتو د پړاؤ د فارغ التحصیلانو جشن ولمانځل شو

7:14 - September 23, 2023
د خبر لمبر: 3487991
ایکنا-(کربلا) د عراق په کربلا معلی کې  دحسینی حرم په خاتم الاانبیاء(ص) هال کې د معامالاتو په دیني پړاؤ کې د  ۳۰۰  انجونو او هلکانو  د فارغ التحصیلۍ جشن ترسره شو.

ایکنا نیوز له کربلا راپور راکړ، دیونیم کال دغه دینی او علمي پړاؤ  د حسینی مقدس آستان د دارالقرآن  ادارې په همت سره ترسره شو.

د حسینی مقدس آستان د قرآني چارو رسندوئي مسئول کرار الشمري  په دې باب ووئيل، په دغه یو کلن پړاؤ کې  د ښاغلو اوآغلو په دوو  برخو ې  درې سوه ګډون کونکو شرکت وکړ. هغه زیاته کړه  ددغه پړاؤ په درسونو کې ،  په دوو برخو کې یعنی باب المعاش( د رزق او روزئ په باب ) او  باب الاحوال(د نکاح او طلاق او ددې په شان په چارو کې) ښونې او روزنې او معارف وړاندې شول او  ددغه پړآؤ  استاد د حسینی آستان د قرآني مطالعاتو د څانګې مسئول مرتضی جمال الدین  ئې استاد ؤ.

دغه دستورې د قرآن کریم په  تلاؤت سره پیل شوې او ویناوالو ددغو دوو پړاؤنو په لرلید رڼا واچوله  او وې وئيل، هغو بدلونونو ته په پآم سره چې  په مختلفو معرفتي ډګرونو کې ئې شاهدان یوو ،مونږ  د  خپل قرآني غورځنګ او لارې کې  دغو علومو ته اړتیا لرو.  دوي دغه راز ووئيل، دې ته په پام سره چې د فتنو او پروپیګنډو شاهدان یو، په راتلونکي پړاؤ کې په قرآن کریم کې د  اعتقاداتو د فقې په موضوع سره  چې په یوه کال یا دوو کلونو پړاؤ کې به وي ،ترسره شي.

د معاملاتو فقه  د فقې یو هغه باب دی چې  ددنیائي چارو احکام بیانوي.د معاملات په پراخو معنو کې د نکاحونو،ایقاتاتو او احکامو (حدود اودیات) په څير غیر عبادي چارې شمالیږي او  په خاصه معنا ،یوازې  د لورو نکاح  او طلاق او رزق او روزي پکې شاملیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4170406

captcha