د ژغورنې په نړیوالې کمیټۍ کښې د اسیا د برخې مرستیالې «نانسي دنت» رویټرز خبري اژانس ته وویل افغانستان اوس هم له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی او له پاکستان څخه د زرګونو ایستل شویو کورنیو د جذبولو توان نلري.
هغې زیاته کړه احتمالا دغه چاره به د ټول افغانستان لپاره حالات نور پسې خراب کړي.
نانسي دنټ د ژمي موسم او د افغانستان د ښاریزو لپاره د خوراکي موادو کمښت ته په اشارې سره وویل په دغو شرایطو کښې له پاکستان څخه افغانستان ته د سلګونو زره افغانانو ورتلل به حالات نور پسې خراب کړي.
په عین حال کښې د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزارت په دغه هیواد کښې د اقتصادي کړکیچ اصلي مشکل په افغانستان باندې د بایکاټونو او د محدودیتونو لګیدل وباله.
د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وویل په هیواد کښې د اقتصادي مشکلاتو دلیل د نړۍ د هیوادونو لخوا د غیرعادلانه بایکاټونو لګول دي، خو کابل د بې وزلۍ او د لوږې د کمولو کوشش کوي چې افغانستان ځان بسنې ته ورسیږي.
په پاکستان کښې له سندونو پرته د افغانستان د کډوالو د ایستلو لپاره د اسلام اباد له فیصلې وروسته له افغانستان سره د پاکستان اړیکې کړکیچنې شوي دي.
د افغانستان څه د پاسه څلویښت لکه خلک لسګونو کلونه کیږي چې په پاکستان کښې ژوند کوي او یواعشاریه څلور میلیونه د وسیدو هیڅ ډول قانوني سندونه نلري.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان او د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په هکله له یوبل سره اختلاف لري.
پاکستان د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په ملاتړ کولو تورن کړي دي خو د افغانستان طالبانو په ځلونو دغه تور رد کړی دی