IQNA

د یونان ستر پادری وائي؛

په فلسطین کې مسلمانان اومسیحیان ذبح کیږي

7:52 - December 10, 2023
د خبر لمبر: 3488398
ایکنانیوز- د یونان دارتوډکس  کلیسا پادری  په دې خبرې په ټينګار سره چې فلسطینیان په تیره بیا په غزې کې قتل عام کیږي،ددغو عامو وژلو ددریدا غوښتونکی شو.

ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ،د یونان دارتدوکس کلیسا پادري الیاس عواد په رام الله کې په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په فلسطین کې ټپي مسلمانان او مسیحیانو د قتل عام او ذبح کولو په حال کې دي،په تیره بیا په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  کې فلسطینیان  نیول کیږي.

د اتردوکس کلیسا دغه پادري له نړیوالو وغوښتل څو په غزې کې دې د  جنګ د بندیدا لپاره جدي اقدام وکړي.

الیاس عوادروښانه کړې ده،مونږپه دغو شپو ورځو کې له زخمي فلسطین څخه وینو چې په غزې او لویدیځي غاړې کې چې وحشی صهیونیسټي رژيم خلک نیسي،بیا ئې په سرونو کې په ډریل سره سوري کوي  او ذبح کوي ئې .

 هغه ووئيل د فلسطین مظلوم خلک هغه که مسلمانان دي او که مسیحیان  سره یو دي.پردې اساس هغه څه چې یو مسلمان له خطرې سره مخ کوي، مسیحي هم له هماغې خطرې سره لاس اوګریوان دی.مونږ ټول  په یوه لیکه کې د فلسطین او دخپلو مقدساتو په تیره بیا د قدس شریف چې  دیهودی کیدا له خطرې سره مخ دی ، دفاع کوو.

د یونان د ارتدوکس کلیسا پادري د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ووئيل، مونږ له ټولو نړیوالو غواړو،چې دقدس په پلازمینې سره دې د یوه خپلواکه ازاد فلسطیني هیواد د جوړولو لپاره د فلسطین د آرمان ترڅنګ ودریږي.

هغه زیاته کړې ده،په مینځني ختیځ کې سوله د فلسطین دحکومت په جوړیدا سره ترلاسه کیږي او مونږ د فلسطینی په توګه هغه لومړني کسان یوو چې لاسونه مو د سولې په لور اوږده کړي دی،داسې سوله چې دټولو خلکو لپاره امنیت او سوکالي ډالۍ کوي. نړۍ باید په غزې کې د بې ګناه ښځو او ماشومانو د عامې وژلې او ویجاړونکي جنګ مخه ونیسي،هغه څه چې په رامینځةکیدا دي،یوه ډيره خطرناکه انساني غمیزه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4186912

captcha