IQNA

د شعبانیه نیکمرغه اخترونه دې پر ټولو مبارک وي

5:47 - February 14, 2024
د خبر لمبر: 3488713
ایکنا- د شعبان د میاشتې له لومړۍ تر پنځم پورې په شپو ورځو کې درست مسلمانان او داهل بیت علیهم السلام مینه وال خوشالیانې کوي او دخپلومعصومو امامیّنو د نیکمرغه زوکړې کلیزې لمانځي .

ایکنا نیوز : د شعبان د میاشتې دریمه نیټه دحضرت امام حسین، څلورمه نیټه د حضرت ابوالفضل العباس او پنځمه نیټه هم د  حضرت امام زین العابدین علیهم السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزې دي ، چې په دغو شپو ورځو کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال جشنونه جوړوي او یوه بل ته په دې مناسبت مبارکۍ ورکوي.

 حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام چې نن ئې د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده ، ابو الفضل، قمربني هاشم ، د کربلا علمدار  اوسقا  لقبونه درلودل او د حضرت امام  علی السلام یو میړنی او شجاع زوی ؤ. دهغه بزرګوار قدرمنه مور حضرت  ام البنین  وه، چې د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها  له ر حلت وروسته ئې ورسره واده کړی ؤ. حضرت عباس علمدار(ع) د عاشورا دپاڅون  حماسه پنځونکی دی چې په سرښیندنې ،او شهادت سره توانیدلی ، دخپلې زمانې  له امام سره  عشق او ارادت وپنځوي او د حقیقت د لارې د  لارویانو لپاره  د وفادارۍ یوه غوره   او وړ بیلګه شي.

په ایران کې د حضرت عباس علمدار (ع) د نیکمرغه زوکړې کلیزه  د جانباز ورځ  نومول شوې ده .

د د ایکنا نیوز خبری آژانس درست کارکونکي په  دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.

captcha