IQNA

په قرآن کریم کې څلور بهشتي نهرونه

8:30 - February 17, 2024
د خبر لمبر: 3488730
ایکنا-قرآن کریم په محمد(ص) سورې کې د صفا اوبو ،شیدو،د شرابا طهور او ګبینو څلور بهشتي نهرونو ته اشاره کوي.

 

په قرآن کریم کې د انسان ،الرّحمن،دخان او محمد سورو په شان په مختلفو سورو کې ددغو چینو مختلفو ډولونو ته اشاره شوې ده.باغونو ته د بهشت تعبیر شونه ، ډیرو باغونو ته او دغه راز د ؛انهاّرٌ؛ تعبیر مختلفو  نهرونو او ویالو ته اشاره کوي.

البته قرآن کریم په یو ځاي په محمد سورې کې څلورو بهشتي ویالو یا نهرونو  او دهغو ځانګړنو ته اشاره کوي او فرمائي ؛ مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى؛  هغه بهشتي توصیب چې  پرهیزګارو ته ئې وعده ورکړل شوې ده ، داسې دی: په هغو نهرونو کې رڼې او صافې  او خالصې اوبه چې بد بوي نه کوي، او   د شیدو  هغه نهرونه چې خوند به ئې ډير خوندور وي او د شرابو (طهور) نهرونه چې د څښونکو د خوند زریعه ده ، او د  مصفّا ګبینو نهرونه دي: (محمد: ١٥).

قرآن کریم  د اوبو او شیدو په باب ددنیاوي تصوراتو د پاکولو  او وینځلو  لپاره د دوي دوې ځانګړنې بیانوي، مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ» یعني دغه بهشتي اوبه په رنګ او بوي  کې له هرډول بدلون او خرابیدو څخه پاکې  دي . ؛ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ»  یعنی همه پخپله خوندورې دي او هم  هیڅکله ئې هم نه رنګ بدلیږي او نه سخا کیږي. ؛ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى»   خالص ګبین( له موم پرته ) چې ډیرو خالصو ګبینو ته اشاره کوي.

 البته  د خمر یا شرابو په باب په نورو آیتونو کې توضیحات ورکړل شوي دي. په صافات سورې کې  فرمائي ؛ لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ؛   هغه شراب چې د فساد او سرخوږي نفسیاتي  آثارو او د مست کیدا  او بل هیڅ ډول سرخوږۍ نه لري. په واقعې سورې کې هم فرمايۍ ؛ لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنْزِفُونَ؛ چې  له حښلو ئې نه سردرد لرئ او نه هم مست او بې عقله کیږئ (واقع: 19).

جنتیان  دغه  شراب دخداوندمتعال په مینې سره څښي او په دې وسیله  د دوي زړونه له غیر خداي او شرکه پاک کیږي. وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا؛  د دوي پروردګار د طهورو خوند پر دوي څښي( انسان سوره ـ21) . پر دې اساس دغه شراب نه یوازې  پخپله پاک دي ، بلکې  پاکونکي هم دي.

captcha