ایکنا نیوز د حسینی مقدس آستان د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، دغه قرآنی محفل د شهادت پسرلي نومې اولسمې نړیوالې جشنوارې کې دحاضرو بهرنیو پلاؤ په شتون سره ترسره شو او په دې محفل کې د عراق یو شمیر غوره قاریانو د قرآن کریم د ځينو سورو تلاؤتونه وړاندې کړل.
د شهادت پسرلي نومې نړیوالې کلتوري اولسمې جشنوارې فعالیتونه د تیرې چارشنبې په ورځې د حضرت امام حسین علیه السلام په مقدس حرم کې د دیرشو عربو او نورو هیوادونو د لوړروتبه شخصیّتونو ،عالمانو او څيړاندو په شتون پیل شوي دي او تر څو ورځو پورې به دوام ولري.
په دغو پرانیستونکو دستورو کې د حسیني مقدس آستان منجوَر حسن رشید العبایجي ، د عراق د شیعیانو د اوقافو ادارې مشر حیدر الشمري، د کربلان والی نصیف الخابی او د مختلفو دینونو او مذهبونو یو شمیر روحانیونو او شخصیّتونو هم ګډون درلود.او ځينو شخصیّتونو پکې ویناوې هم وکړې.
دوي پخپلو ویناؤ کې ووئيل، مونږ ددغې جشنوارې د ترسره کولو له لارې د انساني اواسلامی ټولنې د بچیانو ترمینځ د دیني او انساني اړیکو او داسلامی امت د کلتور او لیدتوګې څخه د خبریدا او پراختیا د پیاوړتیا په څير په موخو پسې یوو.دغه جشنواره د اصیل محمدي کلتور او ارزښتونو او اسلامی کلتور سره د عراق د ټولنې او د نورو ټولنو د ارتباط او بلدتیا لپاره یوه زمینه او پلیټ فارم دی .
دوي همداراز پخپلو څرګندونو کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې د فلسطینیانو دوینې د بهیدا د مخنیوي او د هغو وحشي ډوله ښکاره تیریو او بمباریو په وړاندې دې چې بشریّت ورڅخه شرمیږي،د غزې تړانګې د ساتلو لپاره دې خپلو مسئولیّتونو ته پابنده ووسي.
باید ووئيل شي ، چې د شهادت د پسرلي نومې اولسمه نړیواله جشنواره د سلواغې په پنځویشتمه نیټه د حسینی مقدس آستان په همت سره پیل شوې او تر پنځو ورځو پورې به دوام ولري.ددغې جشنوارې په پروګرامونو کې ، د شعر شپه، د کتاب نندارتون، قرآني محفلونه،څیړنیزې ناستې او مختلفو نور پروګرامونه او فعالیتونه شامل دي.
ایکنانیوز ددغې جشنوارې یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.