iqna

IQNA

بچوې
کربلا
ایکنا-( کربلا ) وروستي راپورونه ښئ چې  تر دې دمه د عراق په کربلا کې د حسینی اربعیّن په میلیوني لاریون کې د ګډون لپاره  کابو اتلس میلیون پلي زیارتوال خپله تنده په لاریون کې په ګډون سره ماتوي او ممکنه ده تر اربعیّن ورځ پورې دغه شمیر دوه چنده شي.
د خبر لمبر: 3487903    خپرونې تاریخ : 2023/09/04

ایکنا-(نجف اشرف) دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها صحن  په نجف اشرف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام  په حرم کې واقع  دی او په دغو شپو ورځو کې  د لسګونو زره اربعیني زیارتوالو منونکی دی.
د خبر لمبر: 3487901    خپرونې تاریخ : 2023/09/04

ایکنا-( کربلا ) د حسینی اربعیّن د میلیوني لاریون د پیلیدا په درشل کې په لکونو بلکې په میلیونونو حسینی مینه وال  ځانونه له مختلفو سیمو د نجف اشرف  سپيڅلي علوي حرم ته رسوي او د مومنانو د امیر د سپيڅلي حرم له زیارت وروسته  په پلي توګه د کربلا معلی په لور خوځيږي  چې یوه ډیره په زړه پورې ولوله او معنوي فضا  رامینځةکوي.
د خبر لمبر: 3487898    خپرونې تاریخ : 2023/09/03

ایکنا-( کربلا ) د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې دنجف او کربلا ترمینځ په لاره کې حسینی عزادارانو د مقاومت په چورلیزتوب سره د بینرونو په لیکلو او د بیرغونو په لاسونو کې په اوچتولو سره د استبداد او ظالم په وړاندې د  اقتدار او مقاومت له بیلګې حضرت امام حسین علیه السلام  سره پر امید ټینګار وکړ او د فلسطین له آرمان سره  بیعت نوی کوي. 
د خبر لمبر: 3487895    خپرونې تاریخ : 2023/09/03

ایکنا-( کربلا ) د کربلا بین الحرمیّن په دغو شپو ورځو کې د حسینی اربعیّن په درشل کې او د میلیوني او ولولناک لاریون پيلیدا سره په یووخت یوه خاصه معنوي او روحاني منظره لري او له هغو زیارتوالو ډک دی چې د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام  په عشق کې کربلا ته ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3487891    خپرونې تاریخ : 2023/09/02

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی اجمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد وزارت د رسندویو او پلانونې او د مطالعاتو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،؛په نړیوالو رسندویو کې حسینی اربعیّن ؛په نامې سره په دوو ژبو لومړنی وبینار ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3487890    خپرونې تاریخ : 2023/09/02

ایکنا-( کربلا ) له نجف اشرف څخه تر کربلا پورې پورې  د حسینی اربعیّن  د ولولناک لاریون په لاره کې د د نور قرآني کاروان غړوډير قرآني محفلونه ترسره کړي دي  او په هغو کې د کلام ا... مجید د آیتونو په زړه پورې تلاؤتونه وړاندې شول.
د خبر لمبر: 3487885    خپرونې تاریخ : 2023/08/31

ایکنا-(ماسکو)د روسیې د ولسمشرد مینځني ختیځ د چارو سلاکار او د اربعیّن د میلیوني لاریونیوه مسیحي زیارتوال ټینګار وکړ چې معنوي دودونو او دستورو له نظره  د شیعیانو او ارتودکسو مسیحیانو ترمینځ ډیر مشترکات شته دي،چې د حسیني اربعیَن دستورې ئې یو مثال دی.
د خبر لمبر: 3487883    خپرونې تاریخ : 2023/08/31

ایکنا – (عراق) د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر نن ورځې پورې د هغو زیارت کوونکو شمېر چې له ځمکې او هوا څخه عراق ته داخل شوي، یو میلیون او ۳۰۰ زرو تنو ته رسېدلی دی. په همدې حال کې په عراق کې ټولو اړوندو ادارو او د زيارت کوونکو د امنيت د تامينولو او هغوى ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جدي هلې ځلې کړې دي.
د خبر لمبر: 3487873    خپرونې تاریخ : 2023/08/29

ایکنا – (افغانستان) په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د اربعین د سفر لپاره ایران ته د تګ په موخه د ویزو ورکړه، یوازې د هغه معتبرو زیارتي کاروانونو له لارې ممکمنه ده، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تأیید شوي وي.
د خبر لمبر: 3487857    خپرونې تاریخ : 2023/08/26

ایکنا – ( کربلا ) د نور مبین انسټیټیوټ او د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د مؤسسې په هڅو او د ایران او عراق د دولتي او عامه ادارو په ګډون، د اسلامي زده کړو د فعالانو لومړۍ غونډه د روان کال په اربعین کې په کربلا کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3487851    خپرونې تاریخ : 2023/08/26

ایکنا - (تهران) د عاشورا زیارت یو فضیلت لرونکې دعا ده، چې له امام محمد باقر (ع) څخه نقل شوې ده. د محرم د میاشتې په مناسبت د «غم نامې» په نوم د دغه سپېڅلي زیارت د څو برخو ویډیو ټیپونه ترتیب او چمتو شوي دي، چې د دې لړۍ یوولسمه برخه د « خدایه د حسین (ع) شفاعت زما په نصیب کړه» تر عنوان لاندې د ایکنا ګرانو مخاطبانو ته وړاندې کېږي.
د خبر لمبر: 3487816    خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا – (عراق)  د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد الصحاف وویل، عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن وګړو لپاره د حضرت امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوي.
د خبر لمبر: 3487813    خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا – ( کربلا ) د حسیني د نړیوالو آثارو د ملاتړ جشن به د « جائزة الطف » په نوم د اربعین په پلي تګ لاره کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487808    خپرونې تاریخ : 2023/08/19

ایکنا – (عراق) د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د  امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487802    خپرونې تاریخ : 2023/08/17

ایکنا – (بغداد) د عراق د معلوماتو وزیر اعلان وکړ چې دا وزارت د اربعین په شپو ورځوکې داسې سیمکارت وړاندې کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ اړیکې او انټرنیټ پکې وړیا دی.
د خبر لمبر: 3487768    خپرونې تاریخ : 2023/08/10

ایکنا – (فارس) د هېواد تر ټولو د تعزیت لوی مراسم (یو مذهبي نندارتون چې پکې د کربلا پېښه د خلکو لخوا چې هر یو یې د اصلي شخصیتونو رول ادا کوي، ښودل کېږي) چې د فارس ولایت په فسا ولسوالۍ کې له غدیر څخه د عاشورا تر پېښې پورې ترسره شول. په همدې تړاو ایکنا تاسو ته انځوریز راپور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3487755    خپرونې تاریخ : 2023/08/08

په پرلپسې توګه په لسم کال کې
 ایکنا – ( کربلا ) د آسمان د قندیلونو موکب په پرلپسې لسم کې بین الحرمین ته په ورتلو سره د کربلا شهیدانو د شهادت له درېیمې نمانځنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487731    خپرونې تاریخ : 2023/08/03

ایکنا – (عراق) د کربلا او نجف په ګډون د عراق د مختلفو ښارونو شیعه مېشتو تېره شپه د حضرت عبد الله الحسین (ع) او د هغه د شهیدو ملګرو په مناسبت د شام غریبان مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3487713    خپرونې تاریخ : 2023/07/31

ایکنا – (عراق) په کربلا کې د عاشورا د ورځې په مناسبت په سلګونو زرو کسانو د امام حسین علیه السلام په زیارت کې د مقتل په لوستلو سره،  د ماتم کوونکو ډلو د امام حسین علیه السلام د زیارت په لور پیاده روان شول او د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې یې د تویریج مراسم پیل کړل.
د خبر لمبر: 3487707    خپرونې تاریخ : 2023/07/30